له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د افغان خلکو د ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (APSSO) ترمنځ د څلور لکه او دېرش زره او درې سوه او څلور شپېته (۴۳۰,۳۶۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه
نن ورځ د سېشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د APSSO مؤسسې له رئیس، محترم محمود شاه نوري، سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهمنامه یې ورسره لاسلیک کړه.
محترم ترابي صاحب وویل، اړینه ده چې ټولې مؤسسې خپلې مرستې ژر تر ژره مستحقو خلکو ته ورسوي، ترڅو زیانمنې کورنۍ وکولای شي پر وخت له اړینو توکو څخه ګټه واخلي.
هغه همداراز ټینګار وکړ چې مرستې، که لږې وي او که ډېرې، باید اغېزمنې، اساسي او پر مناسب وخت مستحقو کورنیو ته ووېشل شي.
له بلې خوا، د APSSO مؤسسې رئیس، محترم محمود شاه نوري، د دې ادارې له همکاریو مننه وکړه او د روانې پروژې په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ یې ژمنه وکړه چې د پروژې پلي کولو بهیر به یې په شفاف او چټک ډول ترسره شي.
په پای کې، د دواړو لورو ترمنځ د څلور لکه او دېرش زره او درې سوه او څلور شپېته (۴۳۰,۳۶۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه.
د دې تفاهمنامې له مخې، یاده مؤسسې به د کابل ولایت ۳۰۰۰ کورنیو، د کندهار ولایت ۸۰۰ کورنیو، د هرات ولایت ۸۰۰ کورنیو او د ننګرهار ولایت ۱۰۰۰ کورنیو ته د ۱۱ قلمه توکو لرونکې د ژمنیو جامو یوه بسته ووېشي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
