له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او اکرو موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۵:۱۷
تصویر خبر

نن سهار دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د اکرو موسسې له رئیس مبارک‌شاه جواد سره وکتل او د یادې موسسې سره یې د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، الحاج ملا نورالدین ترابي د اکرو موسسې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل چې موږ په ټولو ولایتونو کې ریاستونه او د مرستندویه موسسو او بنسټونو لپاره اړمنو او زیانمنو ته د مرستو رسولو زمینه برابروو. نوموړي د مرستو د وېش په پروسه کې د شفافیت لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړ.
وروسته د اکرو موسسې رئیس مبارک‌شاه جواد له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست له همکارۍ مننه وکړه او د خپلې موسسې د فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. هغه وویل چې موږ په تېرو ۱۴ کلونو کې د ۲۸ ولایتونو په بېلابېلو برخو کې فعالیت کړی دی او د خپلو مرستو او شفافو فعالیتونو په اړه یې ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې د دې تفاهم‌نامې له مخې، یاده موسسه به د ارزګان ولایت د دهراود، خاص ارزګان، ګیزاب او چوري ولسوالیو اړوند له بې‌وزله خلکو سره د  ۶۹۹,۳۸۹ ډالرو په ارزښټ مرسته وکړي. په دی ډول چې هغو ۸۰ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله یې کورونه ویجاړ شوي، هرې کورنۍ ته به ۵۵۰ ډالر ورکړې او بې‌وزلو کورنیو ته به د سون توکو لپاره ۲۰۰ ډالر، د ژمنیو جامو لپاره ۷۴ ډالر، او ۵ کمپلې ورکړې.

نېټه:۱۴۴۶/۶/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۶
Background image

د فراه ولایت په شیب‌کوه ولسوالۍ کې د سېلاب د خطرونو کمولو په موخه د خوړ جوړولو پروژه پرانیستل شوه

د فراه ولایت د شیب‌کوه ولسوالۍ په دورجو کلي کې د خوړ د جوړولو پروژه، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مسئولینو، د سیمه‌ییزو چارواکو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون کې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۱۶
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په علیشنګ ولسوالۍ د کانال بیارغونې او محافظوي دیوال جوړېدو له پروژو څخه څارنه وکړه

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو تخنیکي ټیم، د علیشنګ ولسوالۍ په میاصاحب دېرې او آخندزاده ګانو کلیو کې د کانال د بیارغونې، د نیالګیو کېنولو او د محافظوي دیوال جوړېدو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۰:۱۵
Background image

په زابل ولایت کې د مخکینی خبرداري درې سیسټمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام لخوا د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) دفتر سره د همغږۍ پر بنسټ، د یاد سازمان په مالي ملاتړ او د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .