له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د آغاخان پراختیایي شبکې ترمنځ د دوه سوه  دوه نوي زره درې سوه او نه نوي (۲۹۲,۳۹۹) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۵:۳۲
تصویر خبر

نن ورځ سي شنبه له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملې ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د اغاخان پراختیایي شبکي د اجرایوي رئیس راحت الله بیګ، حقوقي مسؤل عصمت الله عصمتي او اړیکو مسؤل شکرالله مدني سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب د آغاخان پراختایي شبکي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوشاله یو چي نن یو داسي تفاهم نامه لاسلیک کوو چي په هغه سره زموږ زیانمن اولس ته مرستي رسول کیږي او ددې شبکي د ټول کاري ټیم څخه یې مننه وکړه چي تل یې زموږ د زوریدلي اولس سره همکاري کړې ده.
همداراز ترابي صاحب د ژمي په رارسیدو سره یې د ټولو نړیوالو او داخلي مؤسیسو او سازمانونو څخه غوښتنه وکړه چي خپلي مرستي دي پر مستحقو کسانو وویشي.
د اغاخان پراختیایي شبکي اجرایوي رئیس راحت الله بیګ وویل چي پراختیایي شبکه یوه لویه پروژه او بنسټ دی او یاده شبکه په بیلابیلو برخو کي اولس ته خدمتونه وړاندي کوي.
ښاغلي بیګ زیاته کړل چي خوښ یو چي له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره زموږ کارونه بیله ځنډه راته خلاصوي دیادې ادارې د لوی رئیس او  دټول کار ټیم څخه یې ځانګړې مننه وکړل او ترڅنګ وویل چي دیادي ادارې سره باید بیلابیل موسیسات او سازمانونه دطبعي او غیري طبعي پېښو لپاره مرسته وکړي ترڅو افغان اولس پر وخت د یادو مرستو څخه برخمن سي.
د یادوني وړه ده چي  د دواړو لوریو ترمنځ د دوه سوه او دوه نوي زره او درې سوه او نه نوي (۲۹۲،۳۹۹) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه، چې له مخې به یې د بدخشان ولایت په اشکاشم، وردوج، زیباک، ارغنخواه، واخان، شغنان، شکی، نسی، کوف آب، مایمي، خواهان، جرم، یمګان، کران او منجان ولسوالیو کې ۴،۶۸۴ زیانمنو سویو کورنیو، هرې کورنۍ ته په درېیو میاشتو کې ۳،۹۴۴.۲ مټریک ټنه خوراکي توکي ، چې په هغه کې ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ کیلو غوړ، ۰.۵۰ کیلو مالګه او ۶.۲۵ کیلو دال نخود شتون لري ووېشل سي.

نیټه: ۱۴۳۷/۰۴/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۲:۰
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو چارې د ۵۳ متره اوږدوالي په درلودلو سره پیل کړې. 

 دغه دیوال به د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د رضاکارانو ټیم جوړ او فعال شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد په ولایتونو کې د رضاکارانو د ټیمونو د فعالولو بهیر دوام لري. په همدې لړ کې، د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۰:۳۶
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۸ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DACAAR او د ARCI موسسو په ملاتړ، د دې ولایت له مرکز اسعدآباد او بېلابېلو سیمو څخه د وروستیو جګړو له امله بېځایه شویو ۱۷۸ کورنیو ته له. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .