له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه څلورمه تخنیکي غونډه ترسره شوه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۲۲:۵۲
news image

نن سهار پنجشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه څلورمه تخنیکي غونډه، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، حافظ محمد یوسف حماد، د پلان او پالیسۍ رئیس، ملا محمد جاوید عباس، د نړیوالو اړیکو ریاست سرپرست، برهان‌الدین خان، د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام رئیس قاري نورالدین رستم خېل، د خوړو نړیوال پروګرام د اړیکو مسؤل، اون شیورت، د بیړنیو چارو مسؤل، منصف‌الله انوري او د دې ادارې د یو شمېر آمرینو په شتون کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې استازو د دې ادارې د پلانونو، د بیړنیو حالاتو پر مهال د عملیاتي پروګرامونو، د بشرپالنې مرستو په ویش کې همغږۍ، وچکالۍ، د ظرفیت لوړولو، وقایوي پروژو او نورو تخنیکي موضوعاتو په اړه بحث وکړ او د برنامو د پلي کېدو په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
ورپسې، د خوړو نړیوال سازمان استازو د یاد سازمان د ژمنې یادونه وکړه، چې د زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو د چټکتیا او د ښه خدمتونو وړاندې کولو لپاره ګډ کار ته ژمن دي. هغوی ژمنه وکړه چې د بېړنیو حالاتو پر مهال په عملیاتي برخو، وقایوي پروژو او ظرفیت لوړولو په برخه کې به همکاري وکړي. 
په پای کې، دواړو خواوو د ګډو همکاریو د لا پیاوړتیا، د فعالیتونو په ترسره کولو کې د همغږۍ زیاتوالي او د طبیعي پېښو او د کاري سیمو په اړه د معلوماتو د تبادلې پر اړتیا ټینګار وکړ.

نېټه:۱۴۴۶/۹/۲۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۶:۵۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ځوانانو د خدماتي مؤسسې ترمنځ ټولټال د پنځه سوه اته زره او نه سوه څلور څلوېښت (۵۰۸،۹۴۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو دوه تفاهم نامې لاسلیک شوې

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس, محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغان ځوانانو د خدماتي مؤسسې له اجرائیوي رئیس، محترم انجنیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۶:۴۷
Background image

په بغلان ولایت کې د ۲۷ ولسي ژغورنې کمېټو د جوړېدو او تجهیز سره هم مهاله د زلزله په اړه د پوهاوي پروګرام ترسره شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان مؤسسې (AKAH) ترمنځ د همکارۍ د هوکړه لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۶:۴۵
Background image

په بغلان ولایت کې د ۲۷ ولسي ژغورنې کمېټو د جوړېدو او تجهیز سره هم مهاله د زلزله په اړه د پوهاوي پروګرام ترسره شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان مؤسسې (AKAH) ترمنځ د همکارۍ د هوکړه لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .