له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کندهار د کډوالو مؤسسې ترمنځ د یو سل او نوي زره او یو سل او شپږ (۱۹۰,۱۰۶) ډالرو په ټولیز ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۵:۶
تصویر خبر

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د کندهار د کډوالو مؤسسې د پروګرامونو له مدیر بشیر احمد خالد سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې د یو سل او نوي زره او یو سل او شپږ (۱۹۰,۱۰۶) ډالرو په ټولیز ارزښت ورسره لاسلیک کړه.
محترم ترابي صاحب په دې ناسته کې وویل، چې زموږ هڅه دا ده چې زیانمنو خلکو ته د مرستو وړاندې کولو تر څنګ، د وقایوي پروژو پلي کولو ته پاملرنه زیاته کړو. له همدې امله، موږ مؤسسې او مرستندویه بنسټونه هڅوو چې په دې برخو کې خپلې هڅې پراخې کړي.
په همدې حال کې، د یادې موسسې د پروګرامونو مدیر بشیر احمد خالد د پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې په لوګر، کندهار او زابل ولایتونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شوي، او په ځینو سیمو کې به د سیلاب د مخکنۍ خبرتیا سیستمونه نصب شي، څو د سیلاب د احتمالي پیښو پر مهال خلک لازم چمتووالی ولري. نوموړي ژمنه وکړه چې پروژه به په شفاف ډول او پر وخت پلي کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دې تفاهم‌نامې له مخې، په لوګر، کندهار او زابل ولایتونو کې لاندې فعالیتونه ترسره کېږي:
1.    د GIS یو سیټ برابرول او په یادو ولایتونو کې د زیانمنو سیمو سروې او پېژندنه.
2.    د کندهار او زابل ولایتونو په ۶ سیمو کې د مخکنۍ خبرتیا سیستم نصبول، او ۳۰۰ کسانو ته د سیمولیشن تمرینونه او عامه پوهاوی ورکول.
3.    د سیستمونو لپاره د پرزو برابرول او د دریېو راتلونکو کلونو لپاره اړوندو کمیټو ته سپارل.
4.    په لوګر، کندهار او زابل ولایتونو کې د ۵۰۰ کسانو لپاره د طبیعي پېښو د خطرونو په اړه د ۶ ورځني روزنیز پروګرام ترسره کول.
5.    په یادو ولایتونو کې د طبیعي پېښو د خطرونو د مخنیوي لپاره د سیمه‌ییزو کمیټو جوړول.
6.    د ۱۰۰۰ کسانو لپاره د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو په اړه د عامي پوهاوي کمپاین ترسره کول.

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۴۰
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، ۸. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۲
Background image

۸۱۳ زلزله ځپلو کورنیو ته په سمنګان ولایت کې نغدې مرستې ووېشل شوې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په فیروزنخچیر ولسوالۍ کې د ۸۱۳ کورنیو ته چې کورونه یې د وروستۍ زلزلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۰
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۶ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د دره ولسوالۍ اړوند ۱۲۶. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .