له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ په هېواد کې له خطر سره مخ په سیمو کې د وقایوي پروژو د پلې کولو په موخه تخنیکي غونډه ترسره شوه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۵:۱۵
تصویر خبر

نن غرمه د پنجشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان ترمنځ په هېواد کې له خطر سره مخ په سیمو کې د وقایوي پروژو د پلې کولو په موخه تخنیکي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د نړیوالو اړیکو آمر، محترم برهان الدین شینواري، د یادې ادارې د مقام سکرتر، محترم سید احمد عثماني او د کډوالۍ نړیوال سازمان د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو مسؤل، محترم حامد برهان ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې محترم برهان الدین شینواري، د یاد سازمان له دوامداره همکاریو او مرستو څخه مننه وکړه او اړمنو او زیانمنو خلکو ته د رسېدنې په برخه کې یې د IOM سازمان همکارۍ مهمې وبللې او د داوړو ادارو ترمنځ یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د دې غونډې اصلي موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته د هېواد د ۳۴ ولایتونو په هغو سیمو کې د وقایوي پروژو پلې کولو لړلیک سپارل و، چې د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي او د دې ادارې د تخنیکي ټیم له لوري یې سروې او ارزونه ترسره شوې او د ادارې په ډیټابیس کې ثبت شوې دي، او په همدې سیمو کې د ۴۵۰۰ پروژو لړلیک چې لومړنۍ سروې یې بشپړې شوي او د ۴۴۰ نورو هغو پروژو لړلیک چې سروې، ډیزاین او د لګښت اټکل یې بشپړ شوی، د کډوالۍ نړیوال سازمان استازي ته د پروژو د پلې کولو لپاره وسپارل شول.
همدارنګه د کډوالۍ نړیوال سازمان د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو مسؤل، محترم حامد برهان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس لخوا د وقایوي پروژو پلې کولو او نورو بشردوستانه فعالیتونو ترسره کولو په برخه کې له پراخې همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې یاد سازمان په پلان کې لري چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري د هوکړې پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو ۹۹ وقایوي پروژې پلې کړي، هغه زیاته کړه چې د ۴۵۰۰ پروژو لړلیک به د یاد سازمان له مشرتابه او وروسته له ډونرانو سره شریک کړي او په راتلونکې کې به د هېواد په کچه وقایوي پروژې د همدې لړلیک له مخې پلې کېږي.
په پای کې دواړو لوریو د طبیعي پېښو د مدیریت په برخه کې پر دوه اړخیزه همکاریو ټینګار وکړ او اړمنو او زیانمنو خلکو ته پر وخت د رسېدنې لپاره د همغږۍ د زیاتوالي په اړه ژمنتیا وښودل شوه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۴:۵۳
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۲۵ کورنیو ته د سبزیجاتو تخمونه ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د JCSSO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په برکه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۴:۳۵
Background image

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ګبيون استنادي دیوال د جوړولو کار بشپر او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو 

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم پر بنسټ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مزار شریف ښار کې ۴۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همکارو موسسو په ملاتړ، د مزار شریف ښار د بېلابېلو ناحیو اړوند ۴۰ کورنیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .