له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو (ECHO) له لوی رئیس سره وکتل

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۵۷
news

نن پنجشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، له ښاغلي اندریاس پاپاکونستانتینو، د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو (ECHO) له لوی رئیس او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. 

محترم ترابي صاحب اروپايي پلاوي د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې زموږ بشري دیپلوماسي دا ایجابوي چې له ټولو بنسټونو سره ښې اړیکې ولرو. همدې موخې ته په کتو موږ مرستندویو ادارو ته د دوو اصلونو چټکتیا او شفافیت پر بنسټ ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي. نوموړي د ادارې د کاري جریان د تشریح کولو پر مهال زیاته کړه چې زموږ مشوره تاسو او ټولو مرستندویه ادارو ته دا ده، چې د بشري مرستو تر څنګ، بنسټیزو او وقایوي پروژو ته لومړیتوب ورکړئ؛ ځکه وقایه تل کم لګښت لري. زموږ انجنیرانو ټولې زیانمنې سیمې چې د پروژو د پلي کېدو اړتیا لري، په نښه کړي او که اړتیا وي، تاسو ته به درکړل شي. ترابي صاحب وویل چې موږ پرته له قومي، مذهبي، سمتي او جنسیتي توپیر څخه، خلکو ته خدمات وړاندې کوو، او دا موضوع د مؤسسو سره په عملي همکارۍ کې ثابته شوې ده.

په همدې حال کې، د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو (ECHO) لوی رئیس، ښاغلي اندریاس پاپاکونستانتینو وویل چې موږ د خپلو همکارانو له لارې ستاسو د جديت، چټکتیا او عملي همکارۍ څخه خبر یو، او د همدې لپاره لومړی ستاسو لیدو ته راغلي یو. هغه وویل چې ECHO د افغانستان لپاره ځانګړی بودیجه لري، او دا په دې مانا ده چې موږ دلته حضور لرو او پر خپله ژمنه چې د ولس ترڅنګ ودرېږو، ولاړ یو.

ښاغلي اندریاس زیاته کړه چې موږ د پېښو د مدیریت، د پېښو پر وړاندې د ځواب وینې او د ماین‌پاکۍ په برخه کې ګډې موخې لرو، او د چټکتیا او شفافیت په برخه کې هم ګډ کار کوو. نوموړي وویل چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري زموږ همکارانو ته د اړینو اسانتیاوو له برابرېدو سره، د ECHO ژمنې په افغانستان کې هېڅ بدلون نه دی کړی او هیله‌مند یو چې د دواړو بنسټونو ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ لا پیاوړې شي. 

په پای کې، دواړو لوریو هغه ډالۍ چې د یو بل لپاره یې په پام کې نیولې وې، یو بل ته ورکړې.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۳ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په وازېخوا او ګومل ولسوالیو کې د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې وکړه

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست انجنیري او نشراتي ټیم د وازېخوا او ګومل ولسوالیو ته د سفر پر مهال، د پېښو له خطرونو څخه د زیانونو د کمولو د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د بامیان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پنجاب ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له خطرونو څخه د زیانونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .