له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رییس په افغانستان کې د چین هېواد له شارژدافیر سره وکتل

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۷:۲۶
تصویر  خبر

نن ورځ دو شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رییس، محترم الحاج مولوي صاحب محمد علم عالمیار د افغانستان لپاره د چین هېواد له شارژدافیر ښاغلي باؤ شوهوي او ورسره راغليو پلاوو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
ښاغلې عالمیار صاحب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د چین هېواد د همکاریو او مرستو څخه یې ځانګړې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چي د چین هېواد د افغانستان یو ښه دوست او ګاونډی دی او تل یې زموږ د حکومت او ولس سره خپله خواخوږي او غمشریکي څرګنده کړي ده او موږ به هم په هره برخه کي تل دوستانه اړیکي ورسره ولرو.
همداراز عالمیار صاحب، په تېرو کلونو کې د چین هېواد لخوا په هرات، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د زلزله ځپلو سره د مرستو د یادونې تر څنګ وویل چې، یاد هېواد باید په دې بیړني حالت کې له ورستیو زلزله ځپلو سره هر ډول مرستې وکړي.
ورپسې، د دې ادارې د دفتر رییس محترم مولوي صاحب فضل الباري جواد، له راغلي پلاوي څخه د غمشریکۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې له چین هېواد څخه د وروستیو زلزله ځپلو لپاره په روغتیایي، خوراکي، غیر خوراکي، موقتي او دایمي سرپنا جوړولو برخه کې د چټکو مرستو د کولو غوښتونکي یو.
همداراز، د نړیوالو اړیکو ریاست آمر برهان الدین شینواري وویل، چې د افغانستان لپاره د چین سپارت لومړنی سپارت دی، چې له موږ سره یې د تېرې غمیزې په پار غمشریکي وکړه نو له همدې امله ورڅخه د زړه له تله منندوی یو.
د چین شارژدافیر ښاغلې باؤ شوهوي د افغانستان هېواد له خلکو سره په وروستۍ غمیزه کې ځان شریک وباله او ویې ویل، چې موږ په هره برخه کې د دې پېښې له قربانیانو سره د مرستو کولو ته چمتو یو او همدارنګه یې زیاته کړه، چې اوسنی حالت د تشریفاتي کړنو نه دی باید بیړنی اقدام وکړو او له یو بل سره په همغږۍ کار وکړو. 
ښاغلي باؤ شوهوي دا هم وویل، چې زموږ رییس جمهور د نړۍ د هېوادونو له رییس جمهورانو سره په وروستیو کې د دې هېواد په پلازمینه کې غونډه لرله، چې له هرڅه وړاندې یې د افغانستان له طبیعي پېښو څخه د زیانمنېدو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د چین هېواد له افغانستان سره ښو اړیکو ته لیوال دی.

نیټه: ۱۴۴٧/٣/٨ ه. ق  
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۴:۵۳
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۲۵ کورنیو ته د سبزیجاتو تخمونه ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د JCSSO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په برکه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۴:۳۵
Background image

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ګبيون استنادي دیوال د جوړولو کار بشپر او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو 

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم پر بنسټ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مزار شریف ښار کې ۴۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همکارو موسسو په ملاتړ، د مزار شریف ښار د بېلابېلو ناحیو اړوند ۴۰ کورنیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .