له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست او د هیلوټرست نړیوالې مؤسسې ترمنځ د دوه میلیونه شپږ اویا زره او دوه سوه پنځه څلوېښت (۲,۰۷۶,۲۴۵) ډالرو په ارزښت دوه تفاهم نامې لاسلیک شوې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۸
تصویر خبر

نن ورځ سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د هیلوټرست نړیوالې مؤسسې د مرستېال احمد الله سره وکتل.
ښاغلې ترابي صاحب په خپلو خبرو کې د هیلو ټرست نړیوالي مؤسسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې ماینونه او ناچاوده توکي د خلکو لپاره یو ستر ګواښ دی چې باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي او ماینونه له منځه یووړل شي.
همداراز ښاغلې ترابي صاحب زیاته کړه چې موږ د دې ادارې اړوند ټولو ولایتي مسؤلینو ته لارښونه کړې ده چې د مؤسساتو سره د اصولو په چوکاټ کې پوره همکاري وکړي.
وروسته، د هیلو ټرست نړیوالې مؤسسې مرستېال، احمدالله همایون د ترابي صاحب څخه ځانګړې مننه وکړه چې وخت یې ورکړ او زیاته یې کړه چي یادې ادارې تل زموږ سره همکاري کړې ده او موږ هم تل کوښښ کوو چې خلېو ته عامه پوهاوی ورکړو ترڅو د ناچاوده توکو څخه خوندي پاتې شي. 
د یادونې وړ ده، چې لومړۍ تفاهم نامه د دوه میلیونه یو دېرش زره او دوه سوه پنځه څلوېښت ډالرو (۲,۰۳۱,۲۴۵) په ارزښت لاسلیک شوه، چې د دغه تفاهم نامې له مخې، په بامیان، لوګر، غزني، هلمند او غور ولایتونو کې په ماینونو ککړې سیمې د سروې او پاکولو لپاره یو پراخ پلان ترتیب شوی دی، بېلابېل ټیمونه به د هغو سیمو د پاکولو لپاره ګمارل کېږي چې په لاس جوړ شویو د ماینونو له امله په ماینونو ککړې دي، دغه سیمې د یادو ولایتونو په مختلفو برخو کې موقعیت لري، او ټاکل شوې چې د پروژې د تطبیق په موده کې به دا سیمې له ماینونو پاکې شي او د دې پروژې په پایله کې به، شاوخوا ۷،۷۷۰ کسان په مستقیم او ۱۹،۲۰۸ نور کسان په غیر مستقیم ډول له دې پروژې ګټه واخلي.
دوهمه تفاهم نامه چې د پنځه څلویښت زره ډالرو (۴۵,۰۰۰) په ارزښت لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د لوګر ولایت د پل علم ولسوالۍ د امنیت او خلګو ته د خوندي ژوند تیرولو په موخه په یاده ولسوالۍ کې د ماین پاکۍ ټیمونو په واسطه په ماینونو ککړې سیمې د ماینونو څخه پاکې شي او د دې پروژې په پلي کیدو سره به شاوخوا ۱۰۵ کسان په مستقیم او ۴۵۰ نور په غیر مستقیم ډول له دې پروژې ګټه واخلي.
په پای کې بایید یادونه  وشې چې یو مقدار بودجه د طبیعي پیښو لپاره ځانګړې شوې، چې د محترم ترابی صاحب په لارښوونه به طبیعي پیښو ته د رسېدنې لپاره کارول کېږي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۱۱  هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې اماده ګۍ ملي اداره

news image

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له بهیر څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ د مسته‌چینې، فرمان، میاخېل، تنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (QR-09) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د المش کلي په سیمه کې ناچاوده توکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .