له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د غور ولایت له ځایي اوسېدونکو او قومي مشرانو سره وکتل

تېره ورځ، سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، غور ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د هدایت له مخې، چې د اسلامي امارت وزیران دې ولایتونو ته سفرونه کوي، له خلکو سره دې له نږدې څخه لیدنې کوي, او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه دې له نږدې څخه اوري، د یاد ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالی، پسابند، تیوره، دولینه ولسوالیو او مرکز فیروز کوه ښار کې له قومي مشرانو، سیمهییزو متنفذینو او یو شمېر ځایي خلکو سره تر کتلو وروسته د دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو له مختلفو قومي مشرانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې، چې د یو شمېر بانفوذه ټولنیزو شخصیتونو او سیمه ییزو مسؤولینو په ګډون ترسره شوه، خلکو په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د طبیعي پېښو پر وړاندې د زیانمنتیا، د مرستې وسایلو د کمښت، د بحراني موسمونو لپاره د ښه چمتووالي، او د خدماتو د وړاندې کولو د وضعیت په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د خلکو له ګډون څخه مننه وکړه او ویېویل چې یاد ولایت ته یې د سفر اساسي موخه د امیرالمؤمنین حفظهالله د پیغام پلي کول دی، چې له مخې یې باید له خلکو سره مستقیمې اړیکې ونیول شي او د هغوی ستونزې واورېدل شي. هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت د مشرتابه لارښوونه روښانه ده: موږ باید د خلکو تر منځ واوسو، د هغوی غږ واورو، او د اړوندو ادارو سره په همغږۍ او همکارۍ د دوی اړتیاوو ته رسېدنه وکړو.
ترابي صاحب ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د غور له خلکو سره د زیانمنتیا کچې راکمولو، د بشري مرستو برابرولو، او د طبیعي پېښو پر وړاندې د سیمه ییزو وړتیاوو د لوړولو په برخه کې همکاري ته ژمنه ده.
ورته مهال, قومي مشرانو هم د یادې ادارې د سرپرست د سفر هرکلی وکړ، دا ډول لیدنې یې ګټورې، هڅوونکې او د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د خلکو پر وړاندې د پاملرنې نښه وبلله، او له مسؤولینو سره یې د مستقیمو اړیکو د دوام غوښتنه وکړه.
د ناستې په پای کې، دواړو لوریو د همکاریو پر پیاوړتیا، د طبیعي خطرونو پر وړاندې د چمتووالي د لوړولو، او د دې ډول مشورتي غونډو پر دوام ټینګار وکړ. همداراز, ترابي صاحب د تیوره ولسوالی له خلګو سره د یو میلیون افغانیو په لګښت د درېیو کوچنیو پروژو پلي کولو ژمنه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۰۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره