له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د فاریاب ولایت د کرم قول ولسوالۍ په میرزقوم کلي کې د ویجاړ شوي پل څخه لیدنه وکړه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۲۱:۵
news image

له خطر سره د مخ سیمو د څارنې او ارزونې د دوامدارو سفرونو په ترڅ کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست, محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د فاریاب ولایت  د کرم قول ولسوالۍ د میرزقوم کلي د ویجاړ شوي پل څخه لیدنه وکړه.
یاد پل چې ۲۵ متره اوږدوالی او ۳ متره پلنوالی لري، د شاوخوا ۲ زره کورنیو لپاره یوه مهمه د تګ راتګ لاره بلل کېږي. د کلي اوسېدونکو د لیدنې پر مهال خپلې ستونزې له محترم ترابي صاحب سره شریکې کړې او له هغه څخه یې د دې پل د بیارغونې غوښتنه وکړه. هغوی وویل چې د پل ویجاړیدو د تګ راتګ، خدماتو ته د لاسرسي او د لومړنیو توکو د لېږد په برخه کې جدي ستونزې رامنځته کړي دي.
محترم ترابي صاحب د خلکو د نظرونو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د دې پل د بیارغونې موضوع به په جدي توګه وڅېړل شي او له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به د تخنیکي او عملي پړاوونو د پیل لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره, د خطرونو د کمولو، له خطر سره د مخ سیمو د خلکو اړتیاوو د پوره کولو، او د ټولنو د مقاومت د لوړولو لپاره اغېزناکه او همغږي کوونکي اقداماتو ترسره کولو ته ژمنتیا لري.
محترم ترابي صاحب په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې له ملي او نړیوالو بنسټونو سره نږدې همکاري کولای شي د خطرونو په کمولو او د ټولنو د مقاومت په لوړولو کې مهم رول ولري. نوموړي همداراز ژمنه وکړه چې دا اداره به د زیانمنو سیمو د وضعیت د ښه‌والي لپاره بېړني اقدامات تر سره کړي.
دا سفر له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د دوامدارو څارنیزو او ارزونې پروګرامونو یوه برخه ده، چې موخه یې د پېښو د مدیریت ښه‌والی، زیانمنو ته اغېزناکه ځواب وینه او د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ده.
 
نېټه: ۲۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق
 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۱۹۷ داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس د لارښوونې پر بنسټ، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۱۹۷ داخلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۳
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په ګیلان، مقر، اندړ، ده یک ولسوالیو او مرکز کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۲۵ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۸
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۸۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .