له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په سیلبر سیمه کې د پاککارۍ د بهیر څخه څارنه وکړه
نن ورځ یکشنبه، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د یو رسمي پلاوي په مشرۍ او د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس محترم نجیبالله انوري په ملتیا، د پغمان ولسوالۍ د فرمان خیل کلی په سیلبر سیمه کې د پاککارۍ د بهیر له پرمختګ څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د دې لیدنې موخه د پروژې د تطبیق وضعیت ارزونه، د تخنیکي او عملیاتي ننګونو تحلیل او د کار د پرمختګ مطابق میعاد او ټاکل شویو معیارونو سره سم یقیني کول وو. دا پروژه د سیلابونو له امله د زیانونو د کمولو په موخه ډیزاین شوې او که په بریالیتوب سره تطبیق شي، کولی شي په پغمان ولسوالۍ کې د زیانمنونکو سیمو د احتمالي زیانونو مخه په پراخه کچه ونیسي.
د دې لیدنې پر مهال، محترم ترابي صاحب د پروژې له مسؤلینو او انجنیرانو سره په خبرو اترو کې د پروژې پر لوړ کیفیت او پر وخت تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل چې وقایوي پروژې نه یوازې د خلکو ژوند او شتمني د طبیعي پېښو پر وړاندې خوندي کوي، بلکې د ټولنې په کچه د ثبات او دوامداره هوساینې د تامین په لور یو مهم ګام دی.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره تل هڅه کوي چې د سرچینو له اغیزمنې کارونې سره هغه پروژې تطبیق کړي چې د خلکو په ژوند باندې دوامداره او د پام وړ اغیزې ولري.
د یادونې وړ ده چې دا پروژه د یادې شوې سیمې د سیلابونو د خطرونو د کمولو په موخه د ۱۷۴ مترو په اوږدوالي او د ۹ څخه تر ۱۲ مترو په عرض سره، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا د نوي اخیستل شويو وسایطو او ماشینونو په وسیله تطبیق کیږي.
نیټه: ۱۴۴۷/۰۲/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
