له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په سیلبر سیمه کې د پاککارۍ د بهیر څخه څارنه وکړه

rahyab
Sun, Jul 27 2025 9:49 AM
تصویر خبر

نن ورځ یکشنبه، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د یو رسمي پلاوي په مشرۍ او د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس محترم نجیب‌الله انوري په ملتیا، د پغمان ولسوالۍ د فرمان خیل کلی په سیلبر سیمه کې د پاککارۍ د بهیر له پرمختګ څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د دې لیدنې موخه د پروژې د تطبیق وضعیت ارزونه، د تخنیکي او عملیاتي ننګونو تحلیل او د کار د پرمختګ مطابق میعاد او ټاکل شویو معیارونو سره سم یقیني کول وو. دا پروژه د سیلابونو له امله د زیانونو د کمولو په موخه ډیزاین شوې او که په بریالیتوب سره تطبیق شي، کولی شي په پغمان ولسوالۍ کې د زیانمنونکو سیمو د احتمالي زیانونو مخه په پراخه کچه ونیسي.
د دې لیدنې پر مهال، محترم ترابي صاحب د پروژې له مسؤلینو او انجنیرانو سره په خبرو اترو کې د پروژې پر لوړ کیفیت او پر وخت تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل چې وقایوي پروژې نه یوازې د خلکو ژوند او شتمني د طبیعي پېښو پر وړاندې خوندي کوي، بلکې د ټولنې په کچه د ثبات او دوامداره هوساینې د تامین په لور یو مهم ګام دی.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره تل هڅه کوي چې د سرچینو له اغیزمنې کارونې سره هغه پروژې تطبیق کړي چې د خلکو په ژوند باندې دوامداره او د پام وړ اغیزې ولري.
د یادونې وړ ده چې دا پروژه د یادې شوې سیمې د سیلابونو د خطرونو د کمولو په موخه د ۱۷۴ مترو په اوږدوالي او د ۹ څخه تر ۱۲ مترو په عرض سره، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا د نوي اخیستل شويو وسایطو او ماشینونو په وسیله تطبیق کیږي.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۲/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .