له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د UN-OCHA له رئیسي سره وکتل

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۲۱:۴۵
تصویر خبر

نن ورځ یک شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د اوچا د رئیسي اغلې ازابيل سره وکتل.
 ښاغلې ترابي صاحب د اوچا د دفتر راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو چي یو د بل سره همکاري کوو او موږ تل هڅه کوو چي د بیلابیلو لارو زیانمنو کورنیو ته رسیدګي وکړو او پر وخت یې د مرستو څخه برخمن کړو.
همدا راز ترابي صاحب د اوچا د راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه، چي ټول مؤسیسات دي خلکو ته اساسي کارونه وکړي تر څو خلک د مرستو څخه ښه استفاده وکړي.
د دې ترڅنګ، ښاغلې ترابي صاحب وویل چي بادغیس ولایت په درینور ولسوالۍ کي خلګ وچکالۍ ځپلي دي او اوبو ته هیڅ لاسرسی نه لري او که د اوبو رسونه ژر ورته ونسي، ۲۷۵۰ کورنۍ به بي ځایه سوي، باید دغه ستونزه  پر وخت حل سي او موږ په دی اړه د بیلابیلو مؤسیساتو څخه غوښتنه کړې ده.  
وروسته، د اوچا رئیسي اغلې ازابيل وویل چي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په کارونو کې چټکتیا روښانه ده او موږ له تاسو څخه مننه کوو چي کارونه مو په چټکۍ روان کړي دي. هغی همدارنګه څرګنده کړه چې د تېرو کلونو په پرتله زموږ په بودیجه کي د پام وړ کموالی راغلی دی او موږ تل هڅه کوو، چي زیانمنو کورنیو ته پر وخت رسیدنه وکړو او زیانمني کورنۍ د مرستو څخه برخمني کړو. رته مهال، اغلې ازابیل څرګنده کړه چي دوی هرکال کلنۍ پلان جوړه وې او بیلابیلو برخو ته بودیجه پکښي معلومه وې او د بادغیس ولایت د وچکالۍ ځپلي سیمي ستونزه به د مؤسیساتو سره شریک کړې.
په ورسیتو کي د دواړو لورو لخوا ژمنه وسوه چي په ګډه به هغه ستونزي له منځه وړی چي خنډونه یې رامنځ کړي دي.

نیټه: ۱۴۴۷/۲/۲ هــ ق 
له پېښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۴۹
Background image

د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د خاورین حفاظتي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چمتال ولسوالۍ اړوند په صدمیش کلي کې د خاورین حفاظتي دېوال د جوړولو چارې پیل کړې.

د یاد ریاست د مسؤلینو په وینا، د دې پروژې د پرانیستې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۱۹
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د شهیدانو ۱۲۰ ورثه کورنیو ته خوراکي او غیرخوارکي مرستې ووېشلې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز کې د شهیدانو ۱۲۰ ورثه کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۸
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۲ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ملاتړ موسسې (Save the Children) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .