له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په تورخم کې د دې ادارې اړوند د کډوالو په پنډغالي کې دتیرو ورځو په څیر د ۱۷ کاري کمېټو څخه راپور واخیست

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۹:۲۳
news image

نن ورځ یک شنبه د سهار په ۵:۳۰ بجې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د تورخم په پنډغالي کې چې د دې ادارې لخوا د جبري راستنېدونکو لپاره جوړ شوی، د یاد کمپ له ۱۷ کاري کمېټو سره غونډه وکړه او د هغوی دتیري ورځي کاري راپورونه  واورېدل.
ترابي صاحب, د هرې کمیټې له مسؤلینو څخه هغوی ته د سپارل شوو دندو په اړه پوښتنې وکړې، او په جلا جلا توګه یې د هغوی راپورونه واورېدل او زیاته یې کړه چې زه هڅه کوم چي په کمپ کي  ټولي اسانتیاوي برابري کړم.
همداراز، د ادارې سرپرست له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د کمیټو د مسؤلینو او د کارکوونکي کاري بهیر  ګړندي کولو ته وهڅول او هغوی ته یې اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۲۲ هـــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۷
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز او اندر، ده یک، رشیدان، واغظ او قرباغ ولسوالیو کې ۲۲۵ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۷
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SFL-WFP مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په چهاربولک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۹۸ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د UNICEF ،CHA او د GAALO دفترونو په ملاتړ، د دې ولایت په علیشېر ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۹۹۸ بېځایه شویو کورنیو ته، له سروې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .