له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د زیړي بابا له پنډغالي څخه لیدنه وکړه او د مالیزیا هېواد د طبي مرستو ټولنې له اجرائیه مدیر سره یې وکتل

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۱۲
news image

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونې پر بنسټ یې کونړ ولایت ته سفر وکړ, په  نورګل ولسوالۍ کې د زیړي بابا له پنډغالي څخه لیدنه وکړه او موجوده ستونزې او ننګونې یې واورېدې.
محترم ترابي صاحب د پنډغالي له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او له مسؤلینو څخه یې د ستونزو له اورېدو وروسته وویل چې سر له سبا څخه به د پنډغالي د تنظیم چارې پیل شي. د هغه په خبره، خېمې به راټولې کړل شي، د خیمو ځای به یو ځل بیا هوار شي او خېمې به په ټاکلي کرښو او یو منظم صف کې ولګول شي. همداراز، که اړتیا وه، د پنډغالي په منځني سړکونو به جغل‌ واچول شي. نوموړي زیاته کړه چې یاد پنډغالی به په جومات، تشنابونو او د څښاک اوبو په اسانتیاوو سمبال شي، څو د زلزله‌ځپلو لپاره لا زیاتې آسانتیاوې رامنځته شي.
په همدې مهال، د ادارې لوی رئیس د مالیزیا هېواد د طبي مرستو ټولنې له اجرائیه مدیر، حافظ احمد امیرول سره وکتل. په دې لیدنه کې د زلزله‌ځپلو لپاره د څښاک اوبو د برابرولو پر چارو خبرې وشوې او په منظم ډول د خدمتونو د پلي کېدو پر همغږۍ ټینګار وشو. د یادې ټولنې مسؤلینو وویل چې د زیړي بابا په پنډغالي کې به د څښاک اوبو د برابرولو لپاره څو څاګانې وکیندل شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۳/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۱۶
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ او مرکز ایبک ښار کې د وروستیو سېلابونو له امله ۹۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په کوهستان، ګرزیوان، پشتون کوټ او خواجه سبزپوش ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۴۸ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۵۹
Background image

د ننګرهار ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DACAAR مؤسسې  ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .