له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ له زلزلهځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه او د شهیدانو او ټپیانو کورنیو لپاره یې د نغدو مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

نن سهار د شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ ته د سفر پر مهال په سوتن کلي کې د وروستۍ زلزلې له امله له زیانمنو سیمو څخه لیدنه وکړه او د دې پېښې له امله د شهیدانو د ورثه او ټپیانو لپاره یې د نغدو مرستو د وېش بهیر پیل کړ.
په دې سفر کې د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، قاري دادمحمد حسيني، د دره نور ولسوال، مولوي عبدالله روحاني او د ولسوالۍ یو شمېر مشرانو د محترم ترابي صاحب ملتیا کوله.
د ادارې لوی رئیس، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د تسلیت او خواخوږۍ پیغام د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته ورسوه او څرګنده یې کړه چې د خیمو په شمول خوراکي او غیرخوراکي مرستې ډېری زیانمنو خلکو ته رسېدلي دي. هغه زیاته کړه چې له موسسو سره په خبرو کې به ټینګار وکړو چې د خېمو او نغدو مرستو وېش ته لومړیتوب ورکړي. نوموړي وویل چې د دې ولسوالۍ په هوارو سیمو کې او یا هم په ښېوه ولسوالۍ کې د زیانمنو لپاره د لنډمهاله سرپناه برابرولو په برخه کې به هڅې وکړي، خو زموږ اصلي تمرکز پر دغه دی، چې د اسلامي امارت او د موسسو د امکاناتو په کارولو سره دایمي هستوګنځایونه جوړ کړو.
په همدې مهال، ترابي صاحب د شهیدانو او ټپیانو لپاره په دعا کولو سره د نغدو مرستو د وېش لړۍ پيل کړه. د دغه پروګرام له مخې د هر شهید د کورنۍ لپاره شل زره (۲۰,۰۰۰) افغانۍ او د هر ټپي لپاره لس زره (۱۰,۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې او پاتې مرستې به زیانمنو ته د دره نور د ولسوال او د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس له لوري ووېشل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۳/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره