له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د هېواد له اوولسو ملي سوداګرو څخه چې د کونړ د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره یې مرسته کړې وه ستاینه وکړه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۹:۵۶
news image

نن د شنبې مازیګر، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس, محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د هېواد له هغو اوولسو ملي سوداګرو سره، چې د کونړ ولایت د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره یې د دې ادارې له لارې مرستې کړې وې, په خپل کاري دفتر کې وکتل او له هغوی څخه یې قدرداني او ستاینه وکړه.
په دې ناسته کې محترم ترابي صاحب وویل, چې د هېواد د سوداګرو پر وخت او مسؤلانه مرستې د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د ملي یووالي او د خلکو پر وړاندې د مسؤلیت څرګندونه ده. هغه زیاته کړه چې اداره هڅه کوي ترڅو د خیر ښېګڼې او د زیانمنو د ملاتړ دغه بهیر په ټول هېواد کې لا پیاوړی او عملي کړي او د همدې لپاره نن له یو شمېر سوداګرو څخه چې د کونړ له زلزله ځپلو سره یې مرستې کړې دي,   ستاینه کېږي.
په غونډه کې د هېواد یو تن ملي سوداګر ښاغلي سید احمد سیلاب د نورو سوداګرو په استازیتوب خبرې وکړې او د ادارې له قدردانۍ یې مننه وکړه. هغه ډاډ ورکړ چې ملي سوداګر به تل د زیانمنو خلکو د ملاتړ او له ادارې سره د همکارۍ لپاره حاضر وي. نوموړي زیاته کړه چې له زیانمنو سره مرسته کول ایماني او وجداني مسؤلیت دی او هڅه به وکړي چې تل د ستونزو پر مهال له خلکو سره ودرېږي.
په پای کې د دغو سوداګرو د مرستو او همکارۍ د ستاینې په پار له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس هر یوه ته جلا ستاینلیک ورکړ. همدارنګه، سوداګرو د درناوي په دود محترم ترابي صاحب ته تحایف ورکړل او د عزت په نښه یې د نوموړي پر اوږه چپن کېښود.

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

news image

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .