له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د مزار درې د سهیل تنګه له پنډغالي څخه لیدنه وکړه او د شهیدانو او ټپیانو لپاره یې د نغدو مرستو د وېش بهیر پیل کړ

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۱:۵۰
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس, محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس, مولوي محمد مبین مفتون عمر او د مرکزي پلاوي په ملتیا د نورګل ولسوالۍ د مزار درې د سهیل تنګه له پنډغالي څخه چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شوي په کې مېشت دي, لیدنه وکړه او د شهیدانو او ټپیانو لپاره د دعا ترڅنګ د هغوی د کورنیو لپاره یې د نغدو مرستو د وېش لړۍ هم پیل کړه.
په دې دره کې، د سرحدي لوا قوماندان، مولوي محمد عمر یاسر, د کلیو د پراختیا رئیس، د کډوالو چارو رئیس او نورو سیمه ییزو مسوولینو د ترابي صاحب هرکلی وکړ. نوموړي وویل، که څه هم د پېښې په لومړۍ ورځ د زیانمنو سیمو لیدنې ته راغلی و، خو د مرستو د همغږۍ لپاره کابل ته ستون شو او اوس د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونې پر بنسټ, د مرستو د وېش، د خلکو ستونزو او د مسوولینو او مجاهدینو د کارونو د څارنې لپاره یې کونړ ته سفر کړی دی.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د نغدو مرستو د وېش پر مهال د شهیدانو له کورنیو سره خواخوږي وکړه او ویې ویل, چې دا مرستې یوازې د یادونې او تسلیت په موخه دي. د دې پروسې پر مهال د هر شهید کورنۍ ته شل زره (۲۰,۰۰۰) افغانۍ او هر ټپي ته لس زره (۱۰,۰۰۰) افغانۍ ووېشل شوې.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۵:۱۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۴ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کابل ولایت محترم مقام په لارښوونه، د دې ولایت اړوند ۱۳۴ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۴:۲۴
Background image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خپلو شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره ۴۰ کورنیو ته چې د زلزلې او اورلګېدنې له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .