له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ۱۵۰ باب خیمې د کونړ ولایت زلزله‌ځپلو ته د وېش لپاره ډیوه‌ګل درې ته ولېږدولې

rahyab
جمعه ۱۴۰۴/۶/۱۴ - ۱۴:۵۳
news image

د OTED مؤسسې سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس, محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د همغږۍ له مخې، نن ورځ پنج‌شنبه د یادې مؤسسې له امکاناتو څخه ۱۵۰ باب خیمې د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ دیوه‌ګل درې ته د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو سره د مرستې لپاره ولېږدول شوې.
یادې خیمې د مؤسسې له استازو څخه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېړنیو پېښو آمر مولوي عبدالهادي همت تسلیم واخیستل شوې او دیوه‌ګل درې ته انتقال شوې تر څو د زلزله‌ځپلو لپاره د لنډمهاله سرپناه په توګه وکارول شي.
د یادونې وړ ده, چې د دې ادارې مرکزي او ولایتي کارکوونکي د یاد ولایت په بېلابېلو زلزله‌ځپلو سیمو کې په بېلابېلو برخو کې د خدماتو په وړاندې کولو بوخت دي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۶
Background image

د بادغیس ولايت په قادس ولسوالۍ کې وقايوي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بادغیس ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د ياد ولايت په قادس ولسوالۍ کې څلور مهمې وقايوي پروژې بشپړې او په رسمي توګه يې ګټې اخيستنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۵۹
Background image

د کونړ ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست په اسمار ولسوالۍ کې د خوړونو د پاکولو چارې پيل کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ چې د يادې ادارې ټولو ولايتي رياستونو ته يې د خوړونو د پاکولو لارښوونه کړې وه، د کونړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۴۷
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام په لارښوونه د زیانمنونکو او اړمنو کورنیو د ملاتړ په موخه د خوراکي مرستو د وېش بهیر په یاد ولایت کې عملي کړ.

په دې بهیر کې د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .