ننګرهار ولایت کي ۳۰۰ کورنيو سره ۲ میلون، او ۷۰۰ زره افغانی نغدی مرسته او حفظ الصحی بستی وویشل شوی
 
              ننګرهار ــ ۲۴صفر ۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداری کې محترم مقام تفاهم لیک په اساس، مهاجرت نړیوال سازمان په مالي مرسته او ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکاري د جلال آباد ښار اړوند زیانمن شویو کورنیو ته د بیړني غیر غذايي موادو په موخه نغدي پیسی، حفظ الصحی بستي او خیمو مرسته ترسره شوه. 
  هر فامیل ته ۹۰۰۰ افغاني نغدي د غیر غذايي موادو لکه آشپز خاني سامان، فرش او نور په پار   وویشل شوي.
۳۰۰ کورنیو له جملي ۷۵ کورنيو ته خیمي وویشل شوي چي کورونه يي په مکمل ډول تخریب شوي دي.
 
      
            
          