په بدخشان کې د ځمکې ښوېدو له امله رامنځته شویو زیانونو سروې او څېړنې وشوې

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍ اړوند یدنیل کهنه، نوآباد یدنیل، مرچ شکولک او مرچ مرکزي کلیو ته چې د ځمکې ښوېدنې له امله زیانمن شوې و، د سروې او ارزونې ټیمونه لیږلي دي.
ویل کېږي چې د دې ځمکې ښوېدنې له امله ۶ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، یو محراب جومات شهید شوی، د اوبو رسونې سیسټم له منځه تللی او د تګ راتګ لاره هم بنده شوې ده.
د یادونې وړ ده چې له سروې وروسته به زیانمنو ته بېړنۍ بشري مرستې ووېشل شي او هغوی ته به په ښه توګه رسیده وشي.
نېټه: ۱۳/۷/۱۴۰۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره