له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC  مؤسسې ترمنځ د ۱،۲۲۶،۳۰۳ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه 

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۲۰:۲۲
news image

 نن ورځ سه  له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د ډنمارک د کډوالو ټولنې (DRC) مؤسسې د ماین پاکۍ پروګرامونو له رئیسې؛ اغلې حنا روز هالوي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
له هرڅه مخکې، ترابي صاحب د یادې مؤسسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې په او سني وضعت کې د افغانستان خلک تر بل هر وخت ډېر بشري مرستو ته اړتیا لري، نو له همدې امله زموږ له ملي او نړیوالو مؤسسو او بنسټونو څخه غوښتنه ده، چې هغوی ته پر وخت او شفاف ډول مرستې ورسوي.
ورپسې، د ډنمارک د کډوالو ټولنې مؤسسې رئیسې؛ اغلې هالوي له محترم ترابي صاحب څخه د وخت ورکولو په پار مننه وکړه او د خپلې پروژې په اړه یې په تفصیل سره معلومات وړاندې کړل، همدارنګه یې زیاته کړه، چې موږ به خپله پروژه په پوره روڼتیا او چټکتیا سره ترسره کوو.  
 د یادونې وړ ده، چې په پای کې د دواړو لوریو تر منځ ټولټال د یو میلیون، دوه سوه او شپږویشت زره او درې سوه او درې (۱،۲۲۶،۳۰۳) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د کندهار ولایت په ۱۳ بېلابېلو ولسوالیو کې، ټولټال ۴۷۸،۸۶۸ متره مربع سیمه د په لاس جوړ شویو ماینونو څخه پاکه شي، چې له امله به یې ۱،۸۰۴ وګړي په مستقیم او ۵،۰۳۲ وګړي په غیر مستقیم ډول ګټه اخیستونکي شي او همدارنګه د یاد ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په صفري نقطه کې به ۲۵۰،۰۰۰، ته د EORE ټیمونو لخوا د ماینونو او ناچاودو توکو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره واچول شي او د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې به د ماینونو او ناچاودو توکو له امله ۸۰ تنه قربانیانو ته نغدي مرستې ووېشل شي او همداراز، د کندهار ولایت د بېلابېلو ولسوالیو اړمنو ته ، د چاودېدونکو توکو او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو او دې ولایت ته راستنېدونکو له ۴۰۰ څخه زیات وګړو ته به د هغوی د عایداتي سرچینو او ټولنیز ملاتړ په برخو کې مرستې ترسره شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۷
Background image

د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ویالې د ترمیم او د خوړ او ویالې د پاکولو کار پیل شو 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ د غونډۍ کلا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د پېښو چارو د انسجام معین د کابل ښار د شهدای صالحین په غره کې د خطرناکو ډبرو د ویجاړولو د پروژې تسلیمي واخیسته 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خطر د مخنیوي او کمولو رئیس، محترم حاجي اختر محمد خادم، د کابل ولایت پېښو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .