په خوست ولایت کې ۸۰۲ بېځایه شویو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې

خوست- د کب ۲مه-۱۴۰۱
د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP په مالي ملاتړ او د WSTA موسسې سره په همغږي، په یاد ولایت کې ۸۰۲ کورنۍ چې د شمالي وزیرستان څخه را بېځایه شوي وې، له سروې وروسته د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۶.۲۵ کیلو دال، نیم کیلو مالګه او ۴.۵۵ کیلو غوړي ووېشل.
