په سمنګان ولایت کې درې کړۍ ماینونه کشف او خنثی کړل شول

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۰:۲۹
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OMAR ماین پاکۍ مؤسسې تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې د چټکې ځواب وینې ټیمونو په واسطه د دې ولایت په ولسوالیو کې د ماینونو او نا‌چاوده توکو د پاکولو عملیات پیل کړي دي.
د دې عملیاتو په یوه برخه کې، د یادې مؤسسې د عملیاتو ټیمونو د دره‌صوف پایين ولسوالۍ په خانه سنګي کلي کې درې کړۍ د کلستر ماینونه (BLU97) کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل.
د یادونې وړ ده چې د سیمې خلکو د دې عملیاتو ترسره کولو په پار مننه او قدرداني وکړه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۰:۲۹
Background image

په سمنګان ولایت کې درې کړۍ ماینونه کشف او خنثی کړل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OMAR ماین پاکۍ مؤسسې تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې د چټکې ځواب وینې ټیمونو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۰:۱۰
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹۱ بېوزله کورنیو ته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په بکواه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

په پکتیکا ولایت کې ناچاوده توکي خنثی کړل شول

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د هلوټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تخنیکي ټیم، د یاد ولایت د شکین ولسوالۍ په شمس الدین چیني کلي کې له تېرو جګړو څخه پاتي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .