په سمنګان ولایت کې ۲۰۰۰ زلزله ځپلو ته خوراکی مرستې برابرې او ۵۵۵ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۲:۱۹
تصویر خبر

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرسته کوونکو بنسټونو په ملاتړ، د دې ولایت په نخچیر او خلم ولسوالیو کې ۲۰۰۰ تنو ته خوراکي مرستې او د څښلو وړ صحي اوبه برابرې او ۵۵۵ کورنیو ته خوراي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، ۱۰۰۰ تنو ته په نخچیر او ۱۰۰۰ تنو ته په خلم ولسوالیو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري خوراکي مرستې او د څښلو وړ اوبه برابرې، ۱۵ کورنیو ته د افغان اېډ مؤسسې له لوري هرې کورنۍ ته یو باب خېمه او درې تختې کمپلې، ۱۰ کورنیو هرې یوې ته د ایران اسلامي جمهوریت لخوا یو باب خېمه، ۳۰ کورنیو ته د اصیل خیریه بنسټ له لوري هرې کورنۍ ته یوه تخته فرش او دوې تختې کمپلې او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري ۵۰۰ کورنیو هرې یوې ته دوه کیلو بیسکټ ووېشل شول.   

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په وازېخوا او ګومل ولسوالیو کې د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې وکړه

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست انجنیري او نشراتي ټیم د وازېخوا او ګومل ولسوالیو ته د سفر پر مهال، د پېښو له خطرونو څخه د زیانونو د کمولو د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د بامیان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پنجاب ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له خطرونو څخه د زیانونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .