په غزني ولایت کې د ماین چاودنې له امله د ۳ شهیدانو ورثه ته خوراکي, غیر خوراکي او نغدي مرستې ووېشل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مشرتابه په لارښوونې, د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لخوا ۳ کورنیو ته چې د کورنۍ غړي یې د څلورمې حوزې اړوند سیمه کې د ماین چاودنې له امله شهیدان شوي و, خوراکي, غیر خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې ده چې, په دې پروسه کې د هر شهید ورثه ته ۲۰۰۰۰ افغانۍ, ۱۰۰ کیلو اوړه, ۷ کیلو بوره, ۱ کیلو چای او یو روغتیایي کېټ ووېشل شو.
نېټه:۱۴۴۶/۵/۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره