په فراه ولایت کې 117 سېلاب ځپلو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې
 
              فراه- د غبرګولي 6مه-1403
د فراه ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP موسسې سره په همکاري, د یاد ولایت اړوند 117 سېلاب ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته اوړه, غوړي, مالګه او دالنخود ووېشل شول.
 
