په لغمان ولایت کې 9 زیانمن شوو کورنیو ته غیر خوراکي توکې ووېشل شول
د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د کډوالو نړیوال سازمان سره په همکارۍ, 9 کورنیو ته چې د وروستیو اورښتونو له امله یې کورونه ویجاړ شوي وو, هري کورنۍ ته یې غیر خوراکي توکې چې درې تختې کمپلې, یو فامیلي کېټ, د پخلنځي وسایل, دوه دانې سولري چراغونه او د بېړنۍ سرپناه وسایل په کې شامل وو, ووېشل.
