په لغمان کې د زیانمنو کورنیو د سروې بهیر دوام

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۳۱
تصویر

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM، WFP، RRDPO، OCHR، UN-WOMAN او FAO-ARM موسسو په همکارۍ، د وروستیو سختو بارانونو له امله د زیانمنو کورنیو د سروې بهیر په مرکز مهترلام او یو شمېر ولسوالیو کې روان دی.

د یادونې وړ ده، چې دا بهیر به د زیانمنو کسانو د دقیقې پېژندنې او د هغوی د اړتیاوو د ارزونې په موخه ترسره کېږي.

مسؤلین زیاتوي، چې د مهترلام ښار او د علیشنګ، فراشغان او دولت‌شاه ولسوالیو اړوند یو شمېر زیانمنې کورنۍ پېژندل شوې دي، او د ارزونې تر بشپړېدو وروسته به ورته لازمې مرستې برابرې شي.

د معلوماتو له مخې، سره له دې چې په سیمه کې لا هم بارانونه دوام لري، د سروې ټیمونه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي څو زیانمنو ته پر وخت رسېدنه وشي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارهش

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د لغمان ولایت په سنګره دره کې د یوې بندې لارې د پاکولو کار بشپړې او بېرته پرانېستل شوه

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ، د سنګره درې د کلمان سیمې اړوند په لمټک او فارج کلیو کې د بندو شویو لارو د پاکولو بهیر په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۴۱
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۹۱ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې 

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د GAALO او CHA مؤسسو په ملاتړ، له ګاونډي هېواد سره د وروستیو جګړو له امله د دې ولایت مرکز او اړوندو سیمو ته داخلي بېځایه شویو ۱,۳۹۱ کورنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۶۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) په ملاتړ، د یاد ولایت په خلم ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله ۲,۶۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .