په میدان وردګ ولایت کې 19 کورنیو خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
میدان وردګ- د لړم 10مه-1402
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست, د یاد ولایت اړوند 19 کورنیو ته چې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې, له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته 50 کیلو اوړه, 5 تختې کمپلې, 1 هایجن کېټ, 15 کلچې صابن, 1 دانه د اوبو سطل, 1 کارټن مګي آش, 1 خوراکي سیټ, بسکېټ او 5 کیلو ګاز ووېشل شول.
