په ننګرهار ولایت کې ۳۳۲ زیانمن شویو کورنیو غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړی
ننګرهار- د زمري ۱۵مه-۱۴۰۱
د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، ۳۳۲ کورنیو سره چی د تیرو سختوو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته د غیر خوراکي توکو او موقتي سرپنا مرسته وکړه.
د یادونې وړ ده چې، له دی جملي یي ۲۰۷ کورنۍ د بټي کوټ ولسوالي او ۱۲۵ کورنۍ د جلال اباد ښار د مختلفو ناحیو اړوند وې.
