په نورستان ولایت کې ۷۵۰ زیانمنو کورنیو سره د سرپناه جوړولو لپاره نغدي مرستې ترسره شوې
نورستان- د غویي ۱۱مه-۱۴۰۳
د نورستان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د IOM موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۷۵۰ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله یې کورونه زیانمن شوي و، له سروې وروسته د سرپناه جوړولو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰۰ امریکایي ډالر ووېشل شول.