په هلمند ولایت کې ۵۹ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي توکي ووېشل شول

هلمند- د وری ۱-۱۴۰۳
د IOM موسسې د هلمند ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۵۹ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته غیرخوراکي توکي ووېشل.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱ باب خیمه، ۳ تختې کمپلې، ۱ بېړنۍ سرپناه کېټ، ۱ ژمنۍ البسې کېټ، ۱ سولري کېټ، ۱ کورنۍ او ۱ پلاستیکي فرش ووېشل شول.
