په پنجشېر ولایت کې ۶۰۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل سوي

د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله د زیانمو کورنیو ته د مرستې بهیر په دوام، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګې ریاست په رخه او عنابه ولسوالیو کې ۶۰۸ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي مرستې وېش کړې.
په دې بهیر کې، د ولایتي پېښو سره د مبارزې کمېسیون تر څار لاندې، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، ۵ لیتره غوړي، ۸ قوطۍ شیدې او یو چپرکت ورکړل شو.
نېټه: ۲۲ربیعالاول-۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګې ملي اداره