په پکتیکا ولایت کې ۳۰۰۰ زیانمنو، بېوزله او اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

پکتیکا- د سلواغې ۵مه-۱۴۰۲
د OHW موسسې د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په هغمږي، د یاد ولایت برمل ولسوالۍ اړند ۳۰۰۰ زیانمنو، بېوزله او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۱۶۴ افغانۍ ووېشل شوې.
