په پکتیکا ولایت کې ۵۱۷ راستانه شویو کډوالو او اړمنو کورنیو سره د روغتیایي کېټونو مرستې ترسره شوې

پکتیکا- د وری ۴مه-۱۴۰۳
د UNICEF موسسې د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې ۵۱۷ راستانه شويو کډوالو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د روغتیایي کټونو مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۱ روغتیایي کېټ ترلاسه کړ.