په کندهار ولایت کې ۱۹۱ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

کندهار- د سلواغه ۹مه-۱۴۰۲
د DRC موسسې د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت پنجوایي ولسوالۍ اړوند ۱۹۱ کورنیو ته چې د وچکالۍ او تېرو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ ووېشل شوې.