په کندهار ولایت کې ۵۷ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
 
              کندهار- د غبرګولي ۱۴مه-۱۴۰۳
د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۵۷ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته د کندهار ولایت مقام او د کډوالو چارو ریاست د استازو په حضور کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو غنم، ۵۰ کیلو وریجې، ۵ کیلو دالنخود، ۲ جوړه څپلکې، همدرانګه له یادې جملې ۶ کورنیو ته خیمې او ۱ کورنۍ ته ترپال هم ووېشل شو.
