په کونړ ولایت کې په یو کور کې د اور لګېدو د خپرېدو مخنیوی وشو

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۵:۲۴
news image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د راپور له مخې، نن له غرمې مخکې د کونړ ولایت مرکز اسعدآباد ښار د دویمې ناحیې اړوند په یو کور کې د بریښنا د شارټۍ له امله اور لګېدلی و، چې د یاد ریاست د همغږۍ او د اطفایي مدیریت پر وخت اقدام په واسطه اور مهار او د خپرېدو مخه یې ونیول شوه.
د یادونې ده چې د زیانونو د ارزونې ټیم سیمې ته تللی او راپور یې ورکړی چې خوشبختانه په دې پېښه کې کوم ځاني تلفات نه دي اوښتي؛ خو د یاد کور وسایل سوځېدلي دي.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د پېښو چارو د همغږۍ معین د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه څارنه وکړه او د دې ولایت له والي سره یې وکتل

تېره ورځ چهارشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۳:۴۸
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۸۹ مترو په اوږدوالي یو استنادي دیوال ګټې اخېستنې ته وسپاره

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د قره‌باغ ولسوالۍ د استرغیچ کلي په سیمه کې د ۸۹ مترو په اوږدوالي یو استنادي دیوال بشپړ او ګټې اخېستنې ته وسپاره.
د دې پروژې د پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۸۷۱ اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هنګري دفتر په ملاتړ، د یاد ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې ۳۸۷۱ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته له پېښو سره د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .