پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو نوی رییس معرفي شو

rahyab
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲ - ۱۵:۶
news photo

کابل- د تلې ۲مه-۱۴۰۱
شفیع الله رحیمي د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا عالي مقام د د ۲۴/۲/۱۴۴۴ نېټې د ۵۰۱مې شمېرې حکم پر بنسټ د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو د نوي رییس په توګه وټاکل شو او نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د غلام غوث ناصري د مالي او اداري عمومي رییس لخوا، د مولوي عبدالرحمن آخندزاده د دفتر رییس، مولوي محمد سلیم حقانی د پلان او پاليسي رییس، مولوي عبدالخالق د دعوت او ارشاد رییس، ملاجانان سایق د بېړنیو حالاتو د عملیاتو د مرکز رییس، مولوي جاوید عباس د څارنې او ارزونې رییس، سید محمود صدام د تدارکاتو آمر او د یو شمېر ولایتي رییسانو په ګډون کارکونکو ته ور وپېژندل شو او کار يې پیل کړ.
غلام غوث ناصري د مالي او اداري عمومي رییس، ادلو او بدلون د حکومت په سیسټم کې یو اصل وباله، د شفیع الله رحیمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو د نوي رییس په توګه ټاکنې ته په مبارکي ویلو سره ووېل چې دغه وزارت د حکومت په چوکاټ کې د همغږي، یوځاۍ کولو او د پېښو مدیریت اړوند ټولو فعالیتونو لکه د خطرونو کمولو او وقایې، زیانمن شویو ته رسېدنه او د بیا رغونې د چارو همغږي کوي. او هیله مند یو چه د اطلاعاتو د رییس په راتګ سره به د پېښو مدیریت په برخه کې اغېزمن فعالیتونه ترسره شي.
ورپسې مولوي عبدالرحمن آخندزاده د دفتر رییس، مولوي محمد سلیم حقانی د پلان او پالیسي رییس، مولوي عبدالخالق د دعوت او ارشاد رییس او ملا جانان سایق د بېړنیو حالاتو د عملیاتو د مرکز رییس هر یو له دیني اړخه پر ادلو او بدلون باندې په خبرو سره شفیع الله رحیمي ته د بریالیتوب هیله مندي وکړه.
وروسته شفیع الله رحیمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس د ا.ا.ا او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له مشرانو څخه د هغه د ټاکنې لپاره مننه وکړه او د خپل کار په اړه د هراړخیزې همکاري کولو ژمنه یې وکړه.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۳۱
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۲:۲۶
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۲ اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت له محترم مقام سره په همغږۍ، د دې ولایت اړوند ۴۲ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۲:۱۹
Background image

په سمنګان ولایت کې ۲۰۰۰ زلزله ځپلو ته خوراکی مرستې برابرې او ۵۵۵ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرسته کوونکو بنسټونو په ملاتړ، د دې ولایت په نخچیر او خلم ولسوالیو کې ۲۰۰۰ تنو ته خوراکي مرستې او د څښلو وړ صحي اوبه برابرې او ۵۵۵. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .