پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د سرچینو او ادارې عمومي ریاست سرپرست او څلور رییسان او سلاکاران معرفي شول

rahyab
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۹:۵۳
News

کابل – د غبرګولي ۲۲مه - ۱۴۰۰
غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، د سرچینو او ادارې عمومي ریاست سرپرست او څلور رییسان او سلاکاران یې چې د آزادې سیالۍ آزموینې د پروسې او د افغانستان اسلامي جمهوریت د ریاست عالي مقام له احکام وروسته وګمارل شول، په رسمي برنامه کې د لعل الدین آریوبی، د معلولینو او شهیدانو چارو پخواني وزیر، د ولسي جرګې استازو، محمد قاسم حیدري د پېښو چارو همغږي مرستیال، مرکزي رییسانو په شتون د دې وزارت کارکونکو ته معرفي کړل. په دې برنامه کې شیر محمد فیضي د سرچینو او ادارې عمومي ریاست سرپرست په توګه، حفیظ الله عزیزي د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس په توګه، شفیع الله استانکزي د نظارت او ارزونې رییس په توګه، عزیز الرحمن خیرخواه د خطرونو کمولو او وقایې سلاکار په توګه او سروالدین سیفي د مقام تخنیکي سلاکار په توګه معرفي شول. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د حکومت په سیستم کې بدلون رامېنځته کول یو اصل وباله، او نویو رییسانو او سلاکارانو ته د مبارکي ترڅنګ وویل چې دا وزارت د حکومت په چوکاټ کې د خطرونو کمولو او وقایې، زیانمن شوو ته رسېدنه او د بیا رغونې په برخه کې د پېښو مدیریت اړوند د ټولو فعالیتونو د همغږي، او بسیج کولو رول ترسره کوي او هیله مند یم چې د دې وزارت نویو رییسانو او سلاکارانو په راتلو سره به د پېښو مدیریت په برخه کې اغیزمن فعالیتونه ترسره شي. ورته مهال شیر محمد فیضي، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د سرچینو او ادارې عمومي نوي رییس د خپلې ګمارنې په هکله د حکومت مشرتابه او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر له اعتماد څخه د مننې ترڅنګ وویل: پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت رول د پېښو له امله زیانمن شوو ته رسېدنه او د پېښو خطرونو کمولو په برخه کې د همغږي رامېنځته کول او بسیج کول دې. هغه د پېښو خطرونو کمولو او د پېښو له امله زیانمنو ته د رسېدنې په برخه کې د هر ډول همکاري ژمنه وکړه. وروسته د اطلاعاتو او عامه اړیکو، د نظارت او ارزونې رییس، د خطرونو د کمولو او وقایې سلاکار او تخنیکي سلاکار د جمهوري ریاست مقام او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مقام د اعتماد څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې به د خپلو هڅو او تجربو څخه په ښه توګه کار واخلي.

News

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۳۷
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۴ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۶
Background image

د ارزګان ولایت د چوري ولسوالۍ د سیفون چینې کانال د بنسټ ډبره کېښودل شوه 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د چوري ولسوالۍ اړوند د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۲۸
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۶۷ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکټیډ (ACTED) موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتر، د دې ولایت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .