پېښو ته د چمتووالي او رسېدنې ملي ادارې سرپرست د بریتانیا هیواد له چارسمبالي سره وکتل

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۸:۳۸
news  image

کابل- د صفرالمظفر ۲-١٤٤٦
پېښو ته د چمتووالي او رسېدنې ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، نن ورځ د بریتانیا هیواد له چارسمبالي شاغلی روبرت تشاټیرټوت ډیکس  سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او هر اړخیزې خبرې یې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لوري پېښو ته د رسېدنې په برخه کې چمتووالی وښودی او خوراکي او غیرخوراکي مرستو، د ظرفیت لوړولو پروګرامونو، عامه پوهاوي او پېښو ته د رسېدنې اړوند پر نورو موضوعاتو یې بحث وکړ.
محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د بریتانیا هیواد له چارسمبالي څخه د ۵۰۰۰ خیمو، خوراکي او غیرخوراکي مرستو او د ظرفیت لوړولو پروګرامونو ترسره کولو غوښتنه وکړه، او زیاته یې کړه چې،  په داسې حال کې چې افغانستان په اقلیمي بدلون کې رول نه لري خو له امله یې زیات اغېزمن سوی دی همدارنګه ترابی صاحب داقلیمي بدلون په دی برخه کې له ښکېل هیوادونو څخه د افغانستان لپاره د مرستې غوښتونکی هم شو.
ورته مهال، د بریتانیا ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو سازمان او نورو موسسو له لارې د پېښو له امله زیانمنو ته د زیاتو مرستو رسولو په برخه کې د خپل هیواد  لخوا ژمنتیا څرګنده کړه.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۲۸
Background image

د کنړ ولایت په وروستیو کې د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو وروستي معلومات

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ابتدایي معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۱۴۱۱ کسان شهیدان سوې، ۳۱۲۴ نور ټپیان شوي او د تخريب شويو کورونو شمير تر ۵۴۱۲ پورې رسيږي.

 

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۳
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د کنړ ولایت د زلزله ځپلو هیوادوالو لپاره ۱۴ کاري کمېټې وټاکلي

نن ورځ سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملانورالدین ترابي زلزله ځپلو هیوادوالو ته د چټکو خدمتونو تر سره کولو په موخه د دې ادارې د ۹۴ کارکونکو څخه ۱۴ کاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۹:۵۹
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳۶ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مځې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .