یو شمېر مهمې وقایوي پروژې په بادغیس ولایت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۵:۲۳
تصویر خبر

تېره ورځ، د کډوالۍ نړیوال سازمان د جاپان هیواد په ملاتړ او د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ، د یاد ولایت مرکز د قلعه‌نو په اړونده سیمو کې د بادغیس د والي مرستیال او د ولایتي کمېسیون د غړو په شتون کې، څو مهمې وقایوي پروژې د سیلابونو د خطرونو څخه د خلکو د ژوند او مال د خونديتوب لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
دا پروژې چې د ۱۹۸۰۰۰ ډالرو په ارزښت په بېلابېلو سیمو کې پلي شوې دي، په لاندې ډول دي:
۱-د باغلر سرمیدان په سیمه کې د ۳۶۷ متره اوږدوالي، ۲ متره پلنوالي او ۵ متره په لوړوالي د استنادي دیوال پروژه؛
۲- د محمدزیو په سیمه کې د ۱۲۴ متره اوږدوالي، ۱.۵ متره پلنوالي او ۴ متره په لوړوالي د استنادي دیوال پروژه، او همدارنګه په همدې سیمه کې د کلیو او پراختیا د پخواني استنادي دیوال ترمیمي کار چې ۶۷۶ متره اوږدوالی، ۶۰ سانتي متره پلنوالی او ۷۰ سانتي متره لوړوالی لري، او د محمدزیو اړوند قصابانو سیمه کې، د ۷ متره اوږدوالي، ۱ متره پلنوالي او ۸۰ سانتي متره په لوړوالي یوه کانکریټي پلچک جوړول؛
۳- د پل لرزانک په ده سرخک سیمه کې، د ۶۰ متره په اوږدوالي، ۳.۵ متره پلنوالي او ۷.۵ متره په لوړوالی د استنادي دیوال پروژه؛
۴- د دهن باغک په سیمه کې، د ۵۱۲ متره په اوږدوالي، ۱.۲ متره پلنوالي او ۲.۷ متره په لوړوالي د اوبو کانال پروژه، او په دهن باغک کې د ۷.۶ متره په اوږدوالي، ۳.۷ متره پلنوالي او ۱.۱ متره په لوړوالي یوه کانکریټي پلچک جوړول.
د یادونې وړ ده چې د سیمې خلکو د دغو پروژو د پلي کېدو په اړه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ له ریاست او دIOM  محترم دفتر څخه خوښي او مننه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې د سیلابونو زیانونو د مخنیوي لپاره دې ورته پروژې دوام وکړي.

نېټه: ۱۱/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۴۵
Background image

په ملک پوله کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له لوري په جوړ شوي پنډغالي کې د خدماتو رسونې له لړۍ څخه د پېښو چارو د همغږۍ معین څارنه ترسره کړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین؛ محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) نیمروز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په ملک پوله کې د دې ادارې له لوري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۹۲ زیانمنو کورنیو ته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان ښځو ټولنیزې او خدماتي موسسې (WASSA) تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۱۸
Background image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳,۳۸۵ بېوزله کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماهو موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي همکارۍ، د دې ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .