۱۰۰۰ زیانمنو کورنیو په خوست ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې

خوست- د وری ۲۳مه-۱۴۰۲
د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو او مرکز اړوند ۱۰۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو ۷۵۰ هرې یوې کورنۍ ته ۵۰ کیلو غنم او ۵ لیټره غوړي او ۲۵۰ نورو هرې یوې کورنۍ ته ۵۰ کیلو وریجې او ۳.۵ کیلو دال ووېشل شول.
#ریاستاطلاعاتوارتباطعامه
#وزارتدولتدراموررسیدگیبهحوادث
