۱۱۸ اړمنو کورنیو په پکتیکا ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې

پکتیکا- د مرغومي ۱۸مه-۱۴۰۱
د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په مرکز او بیلابیلو ولسوالیو کې ۱۱۸ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته له ۲ تر ۳ بورۍ غنم، ۲ کمپلې، ۱ ترپال او یو شمېر کورنیو ته خیمې ووېشل شوې.