۱۵۰۰ اړمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې د ژمني توکو مرستې ووېشل شوې

ننګرهار – د کب ۱۹مه-۱۴۰۲
د ماشومانو ساتنې موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت دور بابا ولسوالۍ اړوند ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د ژمنې توکو مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱ تخته کمپله، ۵ جوړې جورابې، ۱ جوړه بوټان، ۱ قطي واسلین او ۱ دانه جمپر ووېشل شول.
