۱۵۴ زیانمنو کورنیو ته په کونړ ولایت کې د کورونو جوړولو او ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشل شوې

کونړ- د کب ۱۰مه-۱۴۰۲
د DRC موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۱۵۴ کورنیو ته چې کورونه یې د طبیعي پېښو او اورلګېدنې له امله ویجاړ شوي وو، له سروې وروسته د کورونو جوړولو او ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته له ۹۳۰۰ نه تر ۱۳۸۶۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
