۱۵ زیانمنو کورنیو سره په ارزګان ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترسره شوې

ارزګان- د وري ۱۲مه-۱۴۰۳
د ارزګان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت مرکز اړوند ۱۵ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو له امله یې کورونه ویجاړ شوي وو، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۱ باب خیمه، ۵۰ کیلو اوړه او ۱ د لوښو کېټ ترلاسه کړل.