۱ میلیون او ۸ سوه زره افغانۍ په کونړ ولایت کې ۶۵۰ بېوزله کورنیو ته ووېشل شوې

کونړ- د غبرګولي ۲مه-۱۴۰۲
د Save the children موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت وټه پور، ګمبیر او ماڼوکی ولسوالیو اړوند ۶۵۰ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
